د (کارموندنې له معتبرو وېب‌سایټونو سره د نوم‌لیکنې طریقه او د مناسب سی‌وی لیکلو څرنګوالی) تر سرلیک لاندې ښوونيز سمینار د فراه لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ته وړاندې شو!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۸:۳۷
د کارموندنې سمینار

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د کارموندنې مرکز له خوا د جَک مؤسسې د مالي مرستیال په همکارۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د (کارموندنې له معتبرو وېب‌سایټونو سره د نوم‌لیکنې طریقه او د مناسب سی‌وی لیکلو څرنګوالی) تر سرليک لاندې ښوونيز سمینار وړاندې شو.

سمینار د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د کارموندنې مرکز مسئول پوهنیار مسلم حلیمي محصلانو ته د کارموندنې له معتبرو پلتفورمونو سره د نوم‌لیکنې مؤثرې طریقې، د سی‌وی لیکلو کلیدي ټکي، او د یو مسلکي سی‌وی ترتیب اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د نوم‌لیکنې مرحلې په تفصیل سره تشریح کړې او ګډونوال یې له اړینو اصولو سره بلد کړل.

او په پای کې، سمینار د خیر دعا سره پای ته ورسېد.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته