فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه
د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.
د دې ازموینې موخه د اداري او خدماتي کارکوونکو د دیني زدهکړو او معلوماتو د کچې ارزونه، د لمانځه د صحیح ادا کولو له عملي لارښود او د عقیدې له اړوندو موضوعاتو سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا رامنځته کول او د اسلامي زدهکړو د پیاوړتیا لپاره د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول وو.
ازموینه د اړوندو مسؤلینو تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوه او ګډونوالو د یادو درسي موضوعاتو په اړه د خپلې مطالعې او معلوماتو پر بنسټ د ازموینې پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.
د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو د دا ډول دیني او معلوماتي ازموینو ترسره کول د پوهنتون د کارکوونکو دیني پوهاوي د لوړولو او د اسلامي لارښوونو د لا ښه زدهکړې او عملي کولو په برخه کې مهم وبلل.
