د فراه پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «سیرت النبي ﷺ لومړۍ برخه» کتاب تدریسي بهیر پیل شو

PM_admin
Wed, Sep 30 2026 11:36 AM
ازموینه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد د تدريسي نصاب اړوند د «سیرت النبي صلی الله علیه وسلم – لومړۍ برخه» کتاب د تدریس بهیر پیل شو.

د دغه تدریسي پروګرام موخه د فراه پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې لوړول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک ژوند، سیرت، اخلاقو، دعوتي تګلارې او اسلامي لارښوونو سره د هغوی لا زیات بلدتیا او په ورځني ژوند او کاري چاپېریال کې د نبوي سیرت د ارزښتونو عملي کول دي.

د تدریسي بهیر په جریان کې به د «سیرت النبي صلی الله علیه وسلم – لومړۍ برخه» کتاب اړوند موضوعات په منظم ډول تدریس او تشریح کېږي او ګډونوالو ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت له مهمو اړخونو، اخلاقو، تعاملاتو او د دعوت له تګلارې څخه اړینې زده‌کړې وړاندې کېږي.

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په پام کې لري چې د خپل تدريسي نصاب له مخې د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره دیني او اصلاحي پروګرامونه په منظم ډول ترسره کړي، ترڅو د هغوی د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو ترڅنګ په کاري چاپېریال کې د اسلامي او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا زمینه هم برابره شي.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS