د فراه پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «سیرت النبي ﷺ لومړۍ برخه» کتاب تدریسي بهیر پیل شو
د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد د تدريسي نصاب اړوند د «سیرت النبي صلی الله علیه وسلم – لومړۍ برخه» کتاب د تدریس بهیر پیل شو.
د دغه تدریسي پروګرام موخه د فراه پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې لوړول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک ژوند، سیرت، اخلاقو، دعوتي تګلارې او اسلامي لارښوونو سره د هغوی لا زیات بلدتیا او په ورځني ژوند او کاري چاپېریال کې د نبوي سیرت د ارزښتونو عملي کول دي.
د تدریسي بهیر په جریان کې به د «سیرت النبي صلی الله علیه وسلم – لومړۍ برخه» کتاب اړوند موضوعات په منظم ډول تدریس او تشریح کېږي او ګډونوالو ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت له مهمو اړخونو، اخلاقو، تعاملاتو او د دعوت له تګلارې څخه اړینې زدهکړې وړاندې کېږي.
د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په پام کې لري چې د خپل تدريسي نصاب له مخې د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره دیني او اصلاحي پروګرامونه په منظم ډول ترسره کړي، ترڅو د هغوی د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو ترڅنګ په کاري چاپېریال کې د اسلامي او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا زمینه هم برابره شي.
