فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۸
د کرنې پوهنځي محصلانو د پروپوزلونو دفاع

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د کرنې پوهنځي مرستیال، پوهنيار عصمت‌الله حیدري د څېړنې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په فراه ولایت کې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د کاربردي څېړنیزو پروژو ترسره کول ځانګړې اړتیا ده. نوموړي د ټولنې او پوهنتون ترمنځ د اغېزمنو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د محصلانو څېړنې باید د بزګرانو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري، څو عملي پایلې ولري.

ورپسې د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنيار محمدحسین میاخېل، په لوړو زده کړو بنسټونو کې د څېړنو پر مقام او ارزښت خبرې وکړې او د پراختیايي پروژو رول یې د علمي بنسټونو د پرمختګ او ټولنیز بدلون په بهیر کې مهم وباله.

په پای کې، محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د ژورې پلاوي تر علمي ارزونې او څارنې لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۱۷
Background image

فراه پوهنتون کې د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو


د فراه پوهنتون اداره او پالیسۍ پوهنځي له لوري، د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۳۰
Background image

فراه پوهنتون کې په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له لوري، د استادانو مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو لپاره په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۶
Background image

فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ چې ترسره کېده، پای ته. . .

بیرته خبرونو ته