سپورټ

سپورټ په فراه پوهنتون کې د درسي پروګرامونو څخه بهر د مهمو فعالیتونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې د محصلانو او کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړتیا، سالمې سیالۍ، د جسمي او رواني روغتیا د ودې او د سپورټي استعدادونو د روزنې په برخه کې مهم رول لري. د پوهنتون رهبري تل هڅه کوي چې د سپورټي سیالیو د ترسره کولو له لارې د پوهنتون په ټولنه کې د سپورټ او سالمو فعالیتونو فرهنګ لا پیاوړی کړي.

د تحصیلي کال په اوږدو کې د فراه پوهنتون د پنځو پوهنځیو د محصلانو ترمنځ د فوټسال، کرکټ او والیبال جامونه په منظم ډول ترسره کېږي. دغه سیالۍ د یووالي، سالمې سیالۍ، د سپورټي استعدادونو د پېژندنې او د محصلانو د ګډون د زیاتوالي په موخه جوړېږي او د محصلانو له پراخ هرکلي سره مخ وي.

همدارنګه، د استادانو او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او سالمې کاري فضا د پیاوړتیا په موخه د فوټسال جامونه په منظم ډول ترسره کېږي. دغه سیالۍ د کارکوونکو ترمنځ د دوستانه اړیکو په ټینګښت، د سپورټ د فرهنګ په ودې او د هغوی د جسمي او رواني روغتیا په ښه والي کې مهم رول لري.

د سپورټي پروګرامونو دوامداره ترسره کول د فراه پوهنتون د رهبرۍ د هغو هڅو یوه مهمه برخه ده چې موخه یې د محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د سالم، فعال او خوځنده چاپېریال رامنځته کول او د سپورټ د فرهنګ پراختیا ده.