د څېړنو او علمي مجلې آمریت

د دندې موخه: د څېړنو فعالیتونو طرح کول او اړونده آمریتونو سره هماهنګي

تأسیس کال: ۱۴۰۲ هـ ل

 

د څیړنې مرکزي کمیټه

لیدلوری

په پراخه کچه د څېړنو ترسره کولو لپاره لارې چارې رامنځته کول او حمايه کول څو د فراه لوړو زده کړو مؤسسه کې د ټولو کادري غړو له پاره د څېړنيزو پروسو د تشويق له لارې د څېړنو دترسره کولو ښه زمینه سازي وشي.

ماموريت

 د پوهنتون د څېړنيزو کړنو حمايه کول څو پرمختللو څېړنو ته زمينه برابره شي، د محصلينو او پوهنځيو د غړو پواسطه د ترسره شوو اساسي، تطبېقي او انکشافي څېړنو تشويقو او اړونده تطبیقي ادارو سره د پالیسي سازو څېړنو شریکول، چې د هیواد پرمختګ کې ګټور ثابت شي.

د کمېټې پېژندنه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي څېړنو مرکزي کمېټه په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې تأسيس شوې چې په نوموړې کمېټه کې اوسمهال په ۱۲ تنو کې يو تن د مشر، او۱۱ تنه د غړو په حيث فعاليت کوي چې غړي يې کاري ساحې ته په کتو وروسته تجديديږي، نوموړې کمېټه د کلني مهالوېش له مخې په هره مياشت کې یوه عادي غونډه دائروي او د اړتيا په صورت کې نورې غونډې هم دائروي،  د څېړنو کمېټه د علمي څېړنو په برخه کې بېلابېل فعاليتونه ترسره کوي، د پوهنځيو څېړنيز پروګرامونه له نږدې څخه څاري چې تر دې مهاله نوموړي فعاليتونه په ښه ډول روان دي.

د څېړنې کمېټې مسؤل او غړي

  • پوهنمل دوکتور عبدالمنان حسیني د کمېټې مسؤل
  •  پوهنمل کاظم نیکزاد
  •  پوهنیار محمدحسین میاخېل
  •  پوهنیار عبدالباسط صامت
  •  پوهنیار مثظفی کلانتري
  •  پوهنیار جواد افغان
  •  پوهنیار هاشمي
  •  پوهنیار شیرپاچا خپلواک
  •  پوهنیار عبدالصبور محمدي
  •  پوهنیار احمدضیاء نوري
  •  مفتي عبدالعزیز خدام
  •  نامزد پوهنیار محمود اسحق زی

د څېړنې دکمېتې موخي

۱ـ د څېړنې ستراتېژي جوړول

۲ـ د پوهنځيو څېړنيز کلتور ته وده ورکول

۳ـ د څېړنيزو پروګرامونو  څارنه

۴ـ د څېړنو د خپرېدو تنظيم

 

د علمي او څېړنیز ژورنال پېژندنه

د فراه علمي – څیړنیز ژورنال چې یو ملي ژورنال شمیرل کیږي د امتیاز خاوند یې د فراه لوړو زده کړو تحصیلي بنسټ دی. د دې ژورنال د خپرولو دورې شپږ میاشتنی، چې خپرونکی یې د فراه لوړو زده کړو مؤسسه ده د دې ژورنال د خپراوي جواز د ثبت نمبر (RCTD-GNJR-0038-23) دی او په ۱۵/۶/۱۴۰۳ نیټه یې د خپرواي جواز تر لاسه کړی دی.

 

د مقالو اړوند فایلونه

اړین فایلونه له لاندې برخې څخه ښکته (ډاونلوډ) کولی شئ.

 

د علمي ـ څېړنیز ژورنال خپرې شوې ګڼې

⬇️لومړی ګڼه:(لومړي کال،لومړۍ ګڼه ۱۴۴۵ هـ ق / ۱۴۰۲ هـ ش )

⬇️دویمه ګڼه:(۱۴۰۳ هـ ل، پسرلنۍ لومړی ټوک ، دویمه ګڼه)

 

د ښکته کولو ( ډاونلوډ) وړ فایلونه

⬇️د علمي او څېړنیز مجلې د مقالو لیکلو لارښود

⬇️د علمي - څېړنیز مجلې د لیکلو جوړه شوې بڼه

⬇️د مقالې تعهد پاڼه

⬇️د څېړنې، تألیف او ژباړې په برخه کې د اخلاقي اصولو پالیسي

⬇️د علمي څېړنو د ملاتړ پالیسي