فراه پوهنتون روغتیايي کلینیک
د فراه پوهنتون روغتیايي کلینیک د محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د روغتیا د خونديتوب په موخه جوړ شوی دی. دغه کلینیک د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د پوهنتون د ټولنې د روغتیا په ساتنه او د زدهکړو او علمي فعالیتونو لپاره د سالم او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په دې کلینیک کې د لومړنیو طبي معایناتو، د عامو ناروغیو د تشخیص او درملنې، د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو، روغتیايي مشورو، د اړتیا وړ درملو د وېش او د اړتیا په صورت کې تخصصي روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د راجع کولو خدمتونه وړاندې کېږي.
همدارنګه د فراه پوهنتون روغتیايي کلینیک د روغتیايي پوهاوي پروګرامونو په جوړولو سره د حفظالصحې، د ساري ناروغیو د مخنیوي، د فردي او چاپېریالي حفظالصحې د اصولو د رعایت او د سالم ژوندانه د دودولو په برخو کې د محصلانو او کارکوونکو د روغتیايي پوهاوي د کچې په لوړولو کې اغېزناک رول ترسره کوي.
د دغه کلینیک فعالیتونه د فراه پوهنتون د رهبرۍ د دوامداره هڅو یوه مهمه برخه ده، چې موخه یې د محصلانو، استادانو او کارکوونکو د روغتیا او هوساینې تأمین او د زدهکړو، څېړنو او اکاډمیکو فعالیتونو لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.