فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو
د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زدهکړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرليک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار وړاندې شو.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
د دغه سمینار موخه د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو د ثبت او وړاندې کولو له بهیر سره د استادانو بلدتیا، د برېښنایي زدهکړو په برخه کې د هغوی د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا او د استادانو د علمي ترفیع په بهیر کې له دې ظرفیت څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابرول وو.
په پیل کې پوهنیار احمد ولي نوري د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو د ثبت (HELP) اړوندو موضوعاتو په اړه استادانو ته معلومات وړاندې کړل او د یاد درشل د کارونې او ثبت بهیر مهم پړاوونه یې په علمي او عملي ډول تشریح کړل.
ورپسې پوهنیار محمود اسحاقزي د پروګرام په دوام کې د لوړو زده کړو د ښوونیزې درشل (HELP) د کارونې، د ویدیوي کورسونو د ثبت او پورته کولو د پړاوونو او اړوندو مهمو ټکو په اړه علمي او عملي معلومات وړاندې کړل او استادانو ته یې د دغه سیستم د غوره کارونې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
د سمینار په جریان کې استادانو د ویدیوي کورسونو د ثبت له عملي بهیر سره بلدتیا ترلاسه کړه او د پروګرام په بېلابېلو برخو کې یې خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د وړاندې کوونکو له لوري ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول.
دغه درې ورځنی سمینار د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د برېښنایي زدهکړو د پیاوړتیا او د استادانو د علمي ترفیع په بهیر کې د لوړو زده کړو له ښوونیزې درشل (HELP) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د زمینې برابرولو په موخه ترسره شو.
سمینار د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېد.
