فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو

PM_admin
Wed, Sep 30 2026 11:44 AM
استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زده‌کړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرليک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار وړاندې شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د دغه سمینار موخه د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو د ثبت او وړاندې کولو له بهیر سره د استادانو بلدتیا، د برېښنایي زده‌کړو په برخه کې د هغوی د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا او د استادانو د علمي ترفیع په بهیر کې له دې ظرفیت څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابرول وو.

په پیل کې پوهنیار احمد ولي نوري د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو د ثبت (HELP) اړوندو موضوعاتو په اړه استادانو ته معلومات وړاندې کړل او د یاد درشل د کارونې او ثبت بهیر مهم پړاوونه یې په علمي او عملي ډول تشریح کړل.

ورپسې پوهنیار محمود اسحاقزي د پروګرام په دوام کې د لوړو زده کړو د ښوونیزې درشل (HELP) د کارونې، د ویدیوي کورسونو د ثبت او پورته کولو د پړاوونو او اړوندو مهمو ټکو په اړه علمي او عملي معلومات وړاندې کړل او استادانو ته یې د دغه سیستم د غوره کارونې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د سمینار په جریان کې استادانو د ویدیوي کورسونو د ثبت له عملي بهیر سره بلدتیا ترلاسه کړه او د پروګرام په بېلابېلو برخو کې یې خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د وړاندې کوونکو له لوري ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول.

دغه درې ورځنی سمینار د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د برېښنایي زده‌کړو د پیاوړتیا او د استادانو د علمي ترفیع په بهیر کې د لوړو زده کړو له ښوونیزې درشل (HELP) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د زمینې برابرولو په موخه ترسره شو.
سمینار د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS