د انګلیسي ژبه او ادبیات

لید

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې ته وده ورکول ترڅو د تدریس، څیړنې او نورو علمي برنامو له لارې د افغانستان په لویدیځ زون کې په یوه معتبره، علمي او اکادمیکه څانګه بدله شي.

 ماموریت

انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي یوه نوښتګره، با استعداده او پرمختللې څانګه ده. د دې څانګې موخه د انګلیسي ژبې مسلکي او اکادمیک کارکوونکي روزل دي ترڅو په ټولنه کې نوښتګر، مسؤلیت منونکي، او ښه کاري تجربې او کړنې ولري. دا چاره ټولنې ته یو ښه خدمت کیدای شي.

موخې

دغه لاندې موخې د دې دیپارتمنت د فعالیتونو تګلاره ټاکي:

عمومي موخې

  1. د انګلیسي ژبې په برخه کې د مسلکي ښوونکو او متخصصینو روزنه.
  2. په علمي څېړنو کې فعاله ونډه اخیستل او هغې ته ارزښت ورکول.
  3. د وطن سره د ژمنې په روحیه د فعالو ځوانانو روزنه.
  4. د علم د بډایه کولو په موخه، ملي ژبو ته د علمي اثارو په ژباړه کې د فارغینو وړتیا.
  5. د تدریس په مېتودونو کې له ښوونیزو نوښتونو څخه استفاده.
  6. لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو چمتو کول.

جزئي موخې

  1. د انګلیسي ژبې د ښوونکو د خبرو او اورېدلو مهارتونو لوړول.
  2. د تدریس له نویو مېتودونو سره د ښوونکو اشنا کول.
  3. د نړیوالو معیارونو سره سم د ژبې په ارزونه او سنجش کې د متخصصینو وړتیا لوړول.
  4. د ښوونیزو موادو او مرستندویه درسي سرچینو د ډیزاین مهارتونو پیاوړي کول.
  5. د ګډو څېړنیزو پروژو ترسره کولو ته د محصلینو او استادانو هڅول.
  6. د څېړنې مېتود او علمي لیکنې په برخه کې د څېړنیزو ورکشاپونو جوړول.
  7. د معتبرو ژورنالونو په همکارۍ د علمي مجلې رامنځته کول.
  8. د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره لازم امکانات برابرول.

 

ارزښتونه

  • اسلامي اصولو ته ژمنتیاد لوړو اکادمیکو معیارونو سره سم د درسونو وړاندې کول.
  • علمي کیفیتد لوړو اکادمیکو معیارونو سره سم د درسونو وړاندې کول.
  • مسلکي اخلاقد محصلینو او استادانو ترمنځ صداقت، مسؤلیت منل او د احترام وړ چلند.
  • کلتوري او ملي ژمنتیاد نړیوالو اثارو مطالعې ترڅنګ، د هېواد د کلتور، ملي هویت او اسلامي ارزښتونو ساتنه.
  • جامعې ته خدمتد دیپارتمنت زده‌کړې او څېړنې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو او په علمي او ټولنیز پرمختګ کې ونډه اخیستل.

 

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د اغېزمنتوب ساحه (ساحهٔ موثریت)

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې، خپلو اکاډمیکو دندو او مأموریت په چوکاټ کې په لاندې برخو کې مستقیم رول او اغېزمنتوب لري:

۱. د محصلینو د ژبنیو مهارتونو لوړول او روزنه:
د مسلکي ښوونکو او د انګلیسي ژبې متخصصینو د روزنې په موخه، د اورېدلو، خبرو کولو، لوستلو او لیکلو د مهارتونو پیاوړي کولو لپاره معیاري درسي پروګرامونه وړاندې کول.

۲. د ښوونې او روزنې سکتور لپاره د مسلکي بشري ځواک روزنه:
فارغین د اړینو مهارتونو سره چمتو کول، ترڅو د فراه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې د انګلیسي ژبې مؤثره تدریس وکړي.

۳. د علمي او څېړنیزو خدماتو وړاندې کول:
د انګلیسي ژبې، ادبیاتو او تدریس مېتود په برخه کې علمي څېړنې ترسره کول او محصلین څېړنیزو فعالیتونو ته هڅول.

۴. د پوهنتون دننه نهادونو ته علمي مشورې وړاندې کول:
د پوهنتون له نورو دیپارتمنتونو او برخو سره په لاندې برخو کې همکاري:

  • ژباړه
  • د انګلیسي عمومي مضامینو تدریس
  • د ژبې کورسونو طرحه او ارزونه

۵. د ظرفیت لوړولو او ښوونیزو پروګرامونو جوړول:
دیپارتمنت د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو د انګلیسي ژبې د کچې لوړولو په موخه د ورکشاپونو، سیمینارونو، کنفرانسونو او لنډمهاله کورسونو په جوړولو کې فعال رول لري.

۶. د علمي او اکاډمیکو اړیکو پیاوړي کول:
د تجربو تبادلې او د تدریس او څېړنې کیفیت ښه کولو لپاره له داخلي او نړیوالو اکاډمیکو بنسټونو سره د اړیکو ټینګول.

۷. د فراه ولایت په ټولنیزې او کلتوري پراختیا کې ونډه اخیستل:
دیپارتمنت د انګلیسي ژبې تدریس، کلتوري پروګرامونو رامنځته کولو او علمي متونو په ژباړې سره، په ولایت کې د ټولنیزې او علمي پوهاوي په لوړولو کې رول لري.

د فراه ولایت په کچه د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د اغېزمنتوب ساحه

د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د ولایت په کچه په لاندې برخو کې رول او اغېزمنتوب لري:

۱. د فراه ولایت مکتبونو ته د متخصص بشري ځواک روزنه او وړاندې کول:
د دیپارتمنت فارغان د فراه ولایت په دولتي او خصوصي مکتبونو کې د انګلیسي ژبې د مسلکي ښوونکو په توګه د ښوونې او روزنې کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري.

۲. دولتي او غیر دولتي ادارو ته د علمي او مشورتی خدماتو وړاندې کول:
دیپارتمنت د ولایت له نهادونو سره د ژباړې، په رسمي انګلیسي لیکلو، د ژبې د مهارتونو ارزونې، او علمي مشورې ورکولو په برخو کې همکاري کوي.

۳. په ټولنه کې د انګلیسي سواد کچې لوړول:
د ولایت ښوونکو، کارمندانو او ځوانانو ته د کورسونو، ورکشاپونو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو جوړولو له لارې.

۴. د کنفرانسونو، سیمینارونو او کلتوري فعالیتونو جوړول:
دیپارتمنت د داسې پروګرامونو د پلي کولو زمینه برابروي چې په ولایت کې د عمومي پوهاوي، د تجربو تبادلې او کلتوري کچې لوړېدو لامل ګرځي.

۵. د ولایت په ښوونیزو او پراختیایي پروژو کې ګډون:
د پوهنې ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورو امارتي او غیر امارتي نهادونو سره د ژبې د زده‌کړې اړوند پروګرامونو په طرحه او عملي کولو کې همکاري.

۶. د ولایت په کچه د څېړنیزو فرصتونو رامنځته کول:
د ولایت د ښوونیزو، ژبنیو او ټولنیزو اړتیاوو پورې اړوند څېړنې ترسره کول او د زده‌کړې کیفیت او پالیسي جوړونې د ښه کولو لپاره یې پایلې وړاندې کول.

۷. د فراه ولایت په نړیوالو اړیکو کې رول:
د ولایت ادارو لپاره د انګلیسي مکاتباتو، له بهرنیو مؤسسو سره د تعامل او اسنادو ژباړې په برخه کې د مشورې او خدماتو وړاندې کول.

 

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت د اغېزمنتوب ساحه په ملي او نړیواله کچه

د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت په ملي او نړیواله کچه په لاندې برخو کې رول او اغېزمنتوب لري:

۱. په ملي کچه (National Level)

الف. د ټول هېواد د ښوونې او روزنې سکتور لپاره د متخصص ځواک روزنه:
د دیپارتمنت فارغان په ټول افغانستان کې په دولتي او خصوصي مکتبونو کې د انګلیسي ژبې د تدریس وړتیا لري.

ب. د ملي ښوونیزو پالیسیو په تدوین او پراختیا کې همکاري:
د ژبې د زده‌کړې کیفیت لوړولو په منظور، پوهنې وزارت، د لوړو زده‌کړو وزارت او نورو اړوندو نهادونو ته علمي نظرونه وړاندې کول.

ج. په ملي علمي کنفرانسونو او پروګرامونو کې ګډون:
په ملي کنفرانسونو، سیمینارونو او څېړنیزو ورکشاپونو کې د استادانو او محصلینو علمي حضور.

د. دولتي او خصوصي نهادونو ته مشورتی او ژباړې خدمات وړاندې کول:
په ملي کچه د اسنادو په ژباړه، د انګلیسي مکاتباتو په چمتو کولو او د ژبنیو مهارتونو په ارزونه کې مرسته.

ه. د ملي اړتیاوو پورې اړوند علمي څېړنې ترسره کول:
په ټول هېواد کې د ژبې تدریس، ادبیاتو او ښوونیزو ننګونو پورې اړوند څېړنې ترسره کول.

۲. په نړیواله کچه (International Level)

الف. له نړیوالو اکاډمیکو نهادونو سره د علمي اړیکو ټینګول:
په علمي شبکو، د تجربو د تبادلې په پروګرامونو او له سیمه‌ییزو او نړیوالو پوهنتونونو سره په همکارۍ کې ګډون.

ب. په نړیوالو علمي کنفرانسونو کې حضور:
په نړیوالو غونډو کې د استادانو او محصلینو لخوا د مقالو، څېړنو او علمي موندنو وړاندې کول.

ج. د انګلیسي ژبې د تدریس نړیوالو معیارونو او سرچینو ته لاسرسی:
د نصاب، تدریس مېتود او ارزونې پراختیا لپاره له نړیوالو معیارونو (لکه: TESOL, TEFL) څخه استفاده.

د. د نړیوالو ژورنالونو د نشر وړ علمي اثارو تولید:
په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې د علمي مقالو خپرولو ته هڅونه او د فراه پوهنتون لپاره د علمي هویت رامنځته کول.

ه. د ښوونې په برخه کې له فعالو بهرنیو سازمانونو او مؤسسو سره همکاري:
د ظرفیت لوړولو په پروژو، کورسونو او ژبنیو پروګرامونو کې ګډون چې د نړیوالو مؤسسو لخوا حمایه کېږي.

و. په نړیواله کچه د فراه پوهنتون د علمي انځور لوړول:
د نړیوال ګډون او علمي خپرونو له لارې د استادانو او محصلینو علمي لاسته راوړنې معرفي کول.

 

 

د پروګرام څخه د فارغ التحصیل واضح تعریف (د انګلیسي ژبې او ادبیاتو)

د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو پروګرام د (افغانستان مکتبونو، د دارالمعلمینونو د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنتونو، د مرکز او ولایتونو د ښوونې او روزنې پوهنځیو، سفارتونو، بهرنیو او کورنیو مؤسسو، او صوتي، تصویري او لیکنیزو رسنیو) لپاره د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې په موخه رامنځته شوی دی.

په دې اساس، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو پروګرام هغه فرد د لیسانس دورې فارغ التحصیل ګڼي چې په څلور کلنه (اته سمستره) ورځنۍ او پنځه کلنه (لس سمستره) شپې برخې کې (۱۵۰ تر ۱۶۵) کرېډیټونه بشپړ کړي وي او د پوهې، مهارتونو او سلوک په برخه کې لاندې شرایط ولري:

۱. د پوهې په برخه کې:
د پروګرام فارغ التحصیل باید په دې وتوانیږي چې د لیسانس په کچه پر موضوعاتو لکه (ګرامر، د انګلیسي او نړۍ ادبیاتو تاریخ مختلفې دورې، ادبي فنون (نثر او نظم)، ژبپوهنه، غږپوهنه (آواشناسي)، مورفولوژي، لیکنه، محاوره، او نحوه) حاکمیت ولري، او د ژبې پر څلورو مهارتونو (اورېدل، ویل، لوستل او لیکل) تسلط ولري ترڅو په ټولنه کې د انګلیسي ژبې او ادبیاتو د متخصص کادر په توګه دنده ترسره کړي.

۲. د مهارتونو په برخه کې:
د پروګرام فارغ التحصیل هغه فرد دی چې د انګلیسي ژبې په تخصص سربېره، په لازم حد کې له (یوې بلې بهرنۍ ژبې، ښه مدیریت، کمپیوټري مهارتونو، د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو وړتیا او نورو) سره بلد وي او په دې برخه کې د خپلې ستونزې حل کولو توانایي ولري.

۳. د سلوک په برخه کې:
د پروګرام فارغ التحصیل د خپلو تخصصي (ادبیاتو) او مسلکي مضامینو له محتوا څخه د هېواد نافذو قوانینو ته درناوی، عالي اکاډمیک اخلاق، وطن دوستي، لوړ اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونه زده کړي او ټولو دې ارزښتونو ته ژمن وي او له هر ډول تبعیض او تعصب څخه پاک وي.

شمیره

مکمل نوم

د تحصیل درجه

تحصیلی څانګه

علمي رتبه

دایمی/قراردادی

ملاحظات

۱

محمد ابراهیم سلطانی

ماستر

انګلیسي ژبه او ادبیاتو

پوهنیار

دایمی

 

۲

فواد متین

ماستر

بهرنیو ژبو ژباړه

پوهنیار

دایمی

 

۳

جواد افغان

ماستر

انګلیسي ژبه او ادبیاتو

پوهنمل

دایمی

 

۴

نصیراحمد بینام

ماستر

انګلیسي ژبه او ادبیاتو

نوماند پوهنیار

دایمی

 

۵

محمد پیروز قادری

ماستر

کامپیوټر ساینس

پوهنیار

دایمی

د کامپيوټر استاد

 

د انګلیسی ژبې او ادبیاتو څانګې د محصلانو د شامل شويو سلنه او ارقام

کال

جدیدالشمول

منفک

د منفکې سلنه

تأجیل

د تأجیل فیصدی

۱۴۰۴

۳۴

۲

٪ ۵.۸

۲

٪ ۵.۸

۱۴۰۳

۲۲

۳

٪۱۳

۵

٪۲۳

۱۴۰۲

۲۸

۶

٪۲۱

۰

۲ تبدیل

٪۷

۱۴۰۱

۵۸

۳

۵.۱٪

۳

۵.۱٪

۱۴۰۰

۶۰

۴

۶.۶٪

۴

۶.۶٪

۱۳۹۹

۹۵

۳محروم

۳.۱٪

۳

۳.۱٪

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې د فارغینو ارقام او سلنه

کال

د فارغینو شمیر

د تیر کال په پرتله د زیادوالي سلنه

د تیر کال په پرتله د کموالۍ سلنه

۱۴۰۴

۱۵

 

۳.۳٪

۱۴۰۳

۲۲

٪۳.۵۲

۰

۱۴۰۲

۱۶

۰

٪۵.۲۸

۱۴۰۱

۳۱

۳.۳۳٪

۰

۱۴۰۰

۳۰

۰

۱۴.۲٪

۱۳۹۹

۳۵

۰

۲.۷۷٪

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د فراه پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو دیپارتمنت څخه د فارغ شویو کسانو د کارموندنې (استخدام) د وضعیت په

کال

د فارغینو شمیر

ګمارل شوي کسان

د ګمارل شوي کسانو سلنه

ګمارنه او د رشتې سمون

لوړو زده کړو ته تداوم

۱۴۰۴

۱۵

۷

٪ ۴۷

۳

۱

۱۴۰۳

۲۲

۸

٪۳۶.۳

۲

۰

۱۴۰۲

۱۶

۱۰

٪۶۲.۵

۵

۲

۱۴۰۱

۳۱

۱۹

۶۱٪

۱۱

۰

۱۴۰۰

۳۰

۲۱

۷۰٪

۱۶

۰

۱۳۹۹

۳۵

۲۳

۶۶٪

۱۵

۳