فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
د کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو.

سمينار د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو.

وروسته پوهنيار محمد سرور احمدي د ګناهونو تاوانونه لکه (په روحي او رواني اغېزه، د ارادې ضعف او کمزوري، اطاعت نه کول، د زړه کلک والي او توريدل او د عباداتو څخه خوند نه اخېستل)، د ګناهونو ترسره کولو عوامل لکه (د زړه غفلت او د نفساني خواهشاتو پيروي) او د کبیره ګناهونو څخه د ځان ساتلو په اړه ګډونوالو ته هراړخيزه معلومات وړاندې کړل.
سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسيد.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

بیرته خبرونو ته