د ملي اقتصاد څانګه

پېژندنه

د ملي اقتصاد څانګه په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې د فراه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه.

دا څانګه اوس‌مهال (۱۰۶) تنه محصلان لري چې د اقتصاد پوهنځي په بېلابېلو ټولګیو کې په زده‌کړو بوخت دي. د دې څانګې علمي کادر له څلورو استادانو څخه جوړ دی؛ چې دوه تنه یې د ماسټرۍ او دوه تنه نور یې د لېسانس علمي درجې لري.

د دې څانګې موخه دا ده چې د ملي اقتصاد د څانګې محصلانو ته مسلکي نظري او عملي زده‌کړې برابرې کړي، څو وکولای شي د هېواد د دولتي او خصوصي سکټور د اقتصادي ستونزو په تشخیص او حل، د تولیدي سرچینو په اغېزمن مدیریت، د تولید د کچې په لوړولو او د هېواد د ملي اقتصاد په دوامدار پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

لیدلوری

تر ۱۴۰۶ هـ.ش کال پورې د لوېدیځ زون په کچه د ملي اقتصاد د مخکښې څانګې په توګه خپل علمي ځایګی تثبیتول، د مجربو او متخصصو استادانو په مټ د پلي کېدونکو څېړنو ترسره کول، او د هېواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره د متدینو او متخصصو ځوانانو روزنه.

رسالت او مأموریت

د مجربو او متخصصو علمي کادرونو په مټ د ملي اقتصاد په برخه کې د متخصصو بشري ځواکونو روزنه، د ځوانانو د علمي کچې لوړول، د علمي او پلي کېدونکو څېړنو دودول، د هېواد د اقتصادي ستونزو تحلیل، او د دوامدار پرمختګ او ملي اقتصادي پرېکړو د اسانتیا لپاره د اغېزمنو حللارو وړاندې کول.

موخې

  1. محصلانو ته په لوړه کچه علمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې کول.
  2. په څانګه کې د محصلانو د فردي ودې لپاره د مناسبو تحصیلي امکاناتو برابرول.
  3. د استادانو او محصلانو د تحلیلي او څېړنیزو وړتیاوو لوړول.
  4. د څانګې له اړتیاوو سره سم د علمي، څېړنیزو او ترویجي فعالیتونو پراختیا.
  5. د ولایت او هېواد په کچه له اړوندو علمي، تحصیلي او څېړنیزو مرکزونو سره د همکاریو پراختیا.