د مؤسسې تاریخچه

فراه د لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په کچه یو علمي مرکز دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۳۹۱ ه ل کال د سنبلې میاشت کې د باغ نو په ساحه (د زراعت ریاست پخواني تعمیر) کې په فعالیت پيل وکړ. یادې مؤسسې په شروع کې یوازې د ښوونې او روزنې پوهنځی درلود چې په یاد پوهنځي کې یوازې دوه څانګې، چې ۶ تنه استادان او ۶۵ تنه محصلین یې درلودل، موجودې وې. د وخت په تیرېدو سره د کرهڼې، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي هم د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په تشکیل کې اضافه شول. اوسمهال د فراه لوړو زده کړو مؤسسه ۴ پوهنځي او ۱۴ څانګې لري چې پکښې ۱۲۰‍۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او د ۶۰ تنه استادانو، چې د ماستر او لیسانس په کچه تحصیل لري، ورته تدریس کیږي.