ښوونې او روزنې پوهنځی

شالید او پېژندنه

د ښوونې او روزنې پوهنځی د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ هجری شمسي کال د سنبلې په میاشت کې د باغ نو په ساحه (د کرنې ریاست پخواني تعمیر) کې په فعالیت پیل کړ. په شروع کې، دې پوهنځۍ یوازې دوه څانګې (ریاضي-فزیک او کیمیا-بیولوژي) درلودې، او په یادو څانګو کې یې ۶ استادان او ۶۵ محصلین درلودل. اوس مهال، یاد پوهنځی ۸ څانګې لري او ۴۶ برحاله استادان لري. د یادو استادانو له ډلې څخه، اوسمهال ۴ تنه د ماستري تحصیلي دورې په زده کړو او ۲ تنه د دوکتورا تحصیلي دورې په زده کړو مصروف دي.

څانګې