د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په جومات کې د هرات ولایت د زلزلې او فلسطین هېواد د شهیدانو ارواحو ته د قرآن‌کريم ختم وسو.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۳۰
photo

سه‌شنبه ۱۸ / ۷ / ۱۴۰۲ نیټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په جومات کې د یاد پوهنتون د مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو لخوا د هرات ولایت د زلزلې او فلسطین هېواد د شهیدانو ارواحو ته د قرآن‌کريم مبارک ختم ترسره سو. 
په لومړي سر کې د ټولو ګډون‌والو لخوا د قرآن عظیم‌الشان تلاوت ترسره سو، چې وروسته ټولو شهیدانو ته د ارواښادي په پار دعا وسوه او همدارنګه ژوبلو کسانو ته یې د الله تعالی د لوی دربار څخه عاجله شفاء او د کورنیو پاتو غړو ته جمیل صبر وغوښتل.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي

په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

بیرته خبرونو ته