د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

media_admin
Sun, Sep 14 2025 9:51 AM
د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE - OCL) سمينار اسنادونه وويشل شول.

غونډه د مفتي سعيد‌احمد نوري لخوا د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

لومړی د فراه پوهنتون رئيس مولوي سميع الله حقاني د اسلام له نظره د څېړنې ارزښت او څېړنو ته د افغانستان اسلامي امارت خاصه پاملرنې او همغږۍ په اړه وينا وکړه.

وروسته د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنیار محمدحسين میاخېل د څېړنې ارزښت او په ياد آمريت کې د څېړنيزو چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسي د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني فراه پوهنتون کې د څېړنيزو چارو پرمختګونه بي ساري وباله او ټول استادان يې د څېړنو د لا پرمختګ لپاره وهڅول.

وروسته د څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي د ستاينليکونو په ورکړي سره وستایل.

او په پای کې د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت د (OBE - OCL) لس ورځني سمينار ګډونوالو ته د ياد سمينار اسنادونه وويشل.
سمينار د خير په دعا سره پای ته ورسيد.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS