د فراه لوړو زدکړو مؤسسې څلورو کادري بستونو ته نوي غړي ور وپېژندل شول.

farau_admin
Sat, Jan 06 2024 9:55 PM
photo

۲۴/جمادی الثاني/۱۴۴۵
 ۱۶/مرغومی/ ۱۴۰۲
د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د دې پوهنتون دوو پوهنځيو او دوو آمریتونو ته د تازه ګمارل شویو رئیسانو او آمرین د پېژندنې په پار غونډه وشوه.
غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل سوه. په دغه غونډه کې د پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني، علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني، د پوهنځیو رئیسانو، کادري غړو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
په نوموړې غونډه کې د پوهنتون درانه رئیس پيلزه  وینا وکړه او خپل په وینا کې يې د تازه ګمارل سویو او نورو کادري او اداري غړو څخه وغوښتل، چې خپل مسوليت په پوره ايماندارۍ او اخلاص سره ادا کړي، وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال وینا وکړه او د تېرو رئیسانو او آمرینو څخه مننه وکړه او نويو مقرر شويو مسؤلینو څخه يې د ښه خدمت هیله وکړه. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې استاد ښاغلي مفتي نعمت الله انصاري هم وينا کړه. ورپسې ښاغلي پوهنیار محمد حسین مېاخیل دریځ ته راغی او خپله لنډه وینا وکړه.  په دې نویو ګمارل شويو کې ښاغلی نوماند پوهنیار محمد یزدان پرست د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس په توګه، ښاغلی پوهنیار احمدضیا نوري د اقتصاد پوهنځي رئیس په توګه، ښاغلی پوهنیار حامد طیب د ارتقا کیفیت آمر په توګه او ښاغلی پوهنیار محمدحسین مياخیل د څېړنې او مجلې آمر په توګه پېژندل شوي وو.
په پای کې د پوهنتون مشرتابه لخوا نوي مقرر شوي رئیس صاحبان خپلو پوهنځیو او امرين خپلو آمریتونو ته ور وپېژندل شول او ورته د بریالیتوبونو دعاوې وشوې، چې په دې سره يې خپلې دندې په رسمي ډول پیل کړې.

Latest news

Tue, Mar 12 2024 4:26 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and fairness brochure

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and Fairness brochure to students, administrative staffs and teachers of this Institute. Knowledge of justice and fairness. . .

Tue, Mar 12 2024 4:16 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education presented its strategic plan

Today on 1st of Ramadan 1445 Farah Institute of Higher Education presented its (1402 - 1407) strategic plan which was confirmed by the Ministry of Higher Education to leadership board,. . .

Sat, Jan 06 2024 9:55 PM
Background image

د فراه لوړو زدکړو مؤسسې څلورو کادري بستونو ته نوي غړي ور وپېژندل شول.

۲۴/جمادی الثاني/۱۴۴۵
 ۱۶/مرغومی/ ۱۴۰۲
د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د دې پوهنتون دوو پوهنځيو او دوو آمریتونو ته د تازه ګمارل شویو رئیسانو او آمرین د پېژندنې په پار. . .

BACK TO NEWS