د فراه لوړو زده کړو موسسه کي د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو ښاغلو استادانو ته د ديني او علمي سیمنار، د جریان دويمه ورځ!

farau_admin
Mon, Mar 20 2023 10:15 AM
مولانا عبدالقوی حقانی

 

د (۱۴۴۴ ه ق) کال شپاړسمه نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسه کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ته د دیني او علمي درې ورځني سیمنار دويمه ورځ وه, چې د اجنډا سره سم په مختلفو موضوعاتو ګټور او اړين بحثونه تر سره شول. 
په دې ديني او علمي غونډه کې هم د فراه لوړو زده کړو موسسې ښاغلي رئيس مفتي نعمت الله انصاري, معاونيونو, د پوهنځيو رئيسانو, استادانو,علماوو شيوخو او د خصوصي لوړو زده موسسو قدرمنو استادانو ګډون کړی و. د یاد سمينار دويمه ورځ هم د مولوی شاه ولي الله له لوري د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه. ورپسې د يادې مؤسسې ښاغلي رئيس مفتي نعمت الله انصاري پيليزه وینا وکړه او د داسې سمينارونو جوړول يې د استادانو د علمي سویې په لوړوالي او پرمختګ کې اړين وباله او سمينار ته يې د ګډون والو په راتګ خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د نظام د بقا او پايښت لپاره د علمای کرامو او استادانو د تلپاتي همکاریو غوښتنه وکړه. ورپسې د اجنډا سره سم  د ياد سمينار لومړی موضوع ( د ټولني په جوړښت کي د  ښه نیت او اخلاص اغېز ) تر سرليک لاندې د فراه ولايت د علماوو شورا مرستيال مولانا عبدالقوي حقاني له لوري وړاندې شوه, چې په ټولنه او ټولنیزو چارو کې يې د ښه نيت پر ارزښت، په اخروي ژوند کې د خالص نيت پايلې او تر څنګ يې په ټولنيز او فردي ژوند کې د ښه نيت ژونديو  بېلګو سربيره د ښه نیت او اخلاص د اغېزو او ګټو اړوند ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه او د يادې موضوع نتيجه ګيري يې په واضح ډول ګډون والو ته  وکړه. 
وروسته د مناقشې پړاو پیل شو او د ګډونوالو له لوري د یادې موضوع په تړاو بېلا بېلي پوښتنې وشوې چې د مولانا صاحب له خوا ورته قناعت بخښونکي ځوابونه ورکړل شو. 
د سمينار دوهمه موضوع( د بريالي استاد ځانګړتیاوې او وظيفوي امانتدارۍ) تر سرليک لاندې د مولوي محمد سعيد له لوري  وړاندي شوه، چې د يو بريالي استاد په اړه يې هر اړخيز معلومات ورکړل. نوموړي د يو بريالي استاد په فردي, اجتماعي, تدريسي ځانګړتياو سربېره د يو ښه استاد ګڼ مهارتونه د قرانکريم او احاديثو په رڼا کې د مستندې بېلګې په ښه ډول تشريح کړې. د دې تر څنګ يې په دنده کې د امانتدارۍ په ساتلو, بيلابيلو صورتونو, پر استاد يې اغېزې او د هغې په شرعي ارزښت ګټور معلومات وړاندې کړل. نوموړي د پوهنتون او مدرسې تر منځ پر تېر واټن څنګزن بحث وکړ او د اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښتل چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ د واټن او د غربي دسيسو په وړاندې جدي ګامونه واخلي او مخه يې ونيسي.  وروسته د مناقشې مرحله پیل شوه او د مولوي صاحب له لوري د استادانو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شو. 
د ياد سمينار دريمه موضوع د جهادي مدرسې استاد ښاغلي مولوي محمد صادق له لوري د ( اسلام او ايمان غوښتنې ) تر سرليک لاندې وړاندې شوه. 
نوموړي په پيل کې د اسلام او ايمان توپير د قرانکريم او احاديثو په رڼا کې په مفصل ډول تشريح کړ, ورپسې يې په فردي,  اجتماعي اقتصادي  او سياسي  ژوند کې د اسلام او ايمان پر غوښتنو او د دوی تر منځ په تړاو او ټينګو اړيکو  د قرانکريم او احاديثو په رڼا کې ګټور بحث وکړ. وروسته د مناقشې مرحله پیل شوه او د مولوي صاحب له لوري د استادانو پوښتنو ته د ژونديو بېلګو په وړاندې کولو سره مدلل  ځوابونه ورکړل شو. 
د ياد سمينار بله موضوع د مفتي عبدالباري راغب له لوري ( د اسلامي نظام د اقامې او بقا اړتيا) تر سرليک لاندې وړاندې شوه. نوموړي د اسلامي نظام پر پايښت, عقلي اړتياو, شرعي موخو, د اسلامي شريعت پر اهدافو او د اسلامي نړۍ پر پولو د غربي ډلو ګواښونو ګټور بحث وکړ او په دې اړه يې د اوسنۍ نړۍ پر مختلفو اسلامي هېوادونو د غربي يرغلونو ژوندۍ نمونې وړاندې کړې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې ورسره مسلمانان لاس او ګريوان دي.
ورپسې  د مناقشې مرحله پیل شوه او د مولوي صاحب له لوري اسلام او نظام د بقا په تړاو  د استادانو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شو.
د دوهمې ورځې بله موضوع د ( امام ابو حنيفه رحمه الله  ژوند د  مثالي امام او استاد په توګه)  وه, چې د محمدبن حسن شيباني مجلس غړي ښاغلي مفتي محمد اسماعيل حنيف له لوري وړاندي شوه, چي د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوند،  زده کړې، د استادۍ مرحله، ټولنیز ژوند، له خپلو شاګردانو او نورو خلکو سره يې پر چلند, سياسي فکر, علمي مرتبه, د تدريس لارې چارې, فقهي ميتود او د سني مذاهبو تر منځ يې د امام صاحب پر ګڼو فردي او اجتماعي ځانګړتياو ګټور بحث وکړ او هغه يې په دې ټولو  برخو کې بې مثاله او د ځانګړي مقام څښتن وباله. 
ورپسې د اجنډا سره سم د يادې موضوع په تړاو د ګډونوالو مناقشه پيل شوه, چې د مفتي صاحب له لوري د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز او قانع کوونکي جوابونه ورکړل شو. 
د دې ورځې شپږمه موضوع په اسلامي شريعت کې د ښځې مقام, حقوق او وجايبو په تړاو وه, چې ياده موضوع د امر بالمعروف او سمع شکايت مرستيال مولوي سيد فضل احمد صاحب له لوري وړاندې شوه. 
نوموړي په اسلام او اسلامي ټولنه کې د ښځې پر مقام, حقوقو, د ښځې پر ارزښت تعليم او تربيه, نفقه, کورني ژوند جوړل, د ښځې ميراث, عفت, حجاب, اطاعت او کورني نظام په تړاو د قرانکريم او احاديثو څخه په مستندو د لايلو  ګټور بحث وشو. نوموړي څرګنده کړه چې ښځه د اسلامي شريعت په قلمرو کې څومره لوړ مقام او منزلت لري چې د نړۍ په هيڅ کونج او د دوی په جوړو شويو دينونو او قوانينو کې دوی ته دومره ارزښت نه دی ورکړل شوی لکه څومره چی ورته په اسلامي شريعت کې ورکړل شوی. 
له دې وروسته د اجنډا سره سم د مناقشې پړاو پيل شو او د ګډون کوونکو پوښتنو ته د قران کريم او احاديثو په رڼا کې څرګند او واضح ځوابونه ورکړل شو او دا يې ورته په اثبات ورسوله چې ښځه په اسلامي شريعت کې څومره لوړ مقام لري او په څومره لوړ امتياز ورته قايل دی. 
د دوهمې ورځې غونډه له دې وروسته د مفتي صاحب راغب له لوري په دعا سره پای ته ورسيده.  

نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه

Latest news

Tue, Mar 12 2024 4:26 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and fairness brochure

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and Fairness brochure to students, administrative staffs and teachers of this Institute. Knowledge of justice and fairness. . .

Tue, Mar 12 2024 4:16 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education presented its strategic plan

Today on 1st of Ramadan 1445 Farah Institute of Higher Education presented its (1402 - 1407) strategic plan which was confirmed by the Ministry of Higher Education to leadership board,. . .

Sat, Jan 06 2024 9:55 PM
Background image

د فراه لوړو زدکړو مؤسسې څلورو کادري بستونو ته نوي غړي ور وپېژندل شول.

۲۴/جمادی الثاني/۱۴۴۵
 ۱۶/مرغومی/ ۱۴۰۲
د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د دې پوهنتون دوو پوهنځيو او دوو آمریتونو ته د تازه ګمارل شویو رئیسانو او آمرین د پېژندنې په پار. . .

BACK TO NEWS