فراه پوهنتون کې د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

PM_admin
Wed, Sep 30 2026 11:50 AM
اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته، نامزد پوهنیار نثاراحمد احمدي د سمینار د موضوع په اړه هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل. نوموړي د اهل سنت او جماعت د علماوو د نظر له مخې څرګنده کړه چې د مسلمانانو پر حاکم د خروج او پاڅون اقدام، تر هغه چې له نوموړي څخه ښکاره کفر صادر نه شي، جایز نه ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه چې اسلامي نظام د شریعت د ساتنې او د هغه د احکامو د پلي کولو مسؤولیت لري او د شرعي نظام په نشتون کې د دین د پنځو اساسي موخو تحقق او ساتنه له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

همدارنګه، نوموړي د اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون د زیانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا ډول کړنې په ټولنه کې د امنیت د له منځه تلو، د بې‌ګناه مسلمانانو د وینې تویېدو، د اقتصادي فعالیتونو د ټکني کېدو او د ګڼو خلکو د عزت، حیثیت او آبرو د زیانمنېدو لامل کېدای شي.

د سمینار په ترڅ کې ټینګار وشو چې د ټولنیز ثبات د تأمین، د عامه امنیت د ساتنې، د خلکو د حقوقو د خوندیتوب او د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو لپاره د نظم، مسؤولیت‌پذیرۍ، شرعي لارښوونو او قانوني اصولو رعایت اړین دی.
سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS