فراه پوهنتون کې د فراه او نيمروز امارتي پوهنتونونو محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرلیک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار پیل شو
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد آمریت په لارښوونه او د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرلیک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار د فراه او نیمروز امارتي پوهنتونونو او د فراه ولایت غرجستان خصوصي پوهنتون د محصلانو په ګډون پیل شو.
د سمینار د پرانیستې مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
وروسته، د فراه پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالبصیر رحماني د پرانیستې په وینا کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د شپږ ورځني اصلاحي سمینار د موخو، اهمیت او محتوا په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل. نوموړي د محصلانو د دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې په لوړولو کې د دا ډول علمي او اصلاحي پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
ورپسې، د لومړۍ ورځې د اجنډا له مخې، دیني، فکري او اخلاقي موضوعات د دیني عالمانو او استادانو له لوري ګډونوالو ته وړاندې شول.
په دې پروګرام کې مفتي سعید احمد نوري د «سورة النور ترجمه او تفسیر» موضوع وړاندې کړه. شیخ مولوي عبدالباري حقاني د «ایمان تشریح، د نبوي سنتو پیروي او د هغې اهمیت، د اتفاق او اتحاد ارزښت، د انسان د پیدایښت موخه او حسنه او سیئه اخلاق» په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه، مولوي محمود عمري د «اسلامي نظام ارزښتونه او ګټې او د مسلمانانو بیعت ته اړتیا»، مفتي امانالله المصاحب د «فقهالعبادات» او مفتي سمیعالحق عاصم د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې» ترسليکونو لاندې خپلې موضوعګانې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
دغه شپږ ورځنی اصلاحي سمینار د محصلانو د دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې د لوړولو، د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو لپاره د دیني لارښوونو او اسلامي ښوونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی، چې د شپږو ورځو لپاره به دوام وکړي.
