د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د فراه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو
د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د یاد علمي بنسټ د استادانو او اداري کارکوونکو سیاسي پوهاوي او فکري بصیرت د لوړولو په موخه ترسره شو.
سمينار د قرآن کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو.
وروسته، د فراه پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیال مفتي عبدالظاهر صدیقي د بُن کنفرانس د تاریخي مخینې، د جوړېدو وخت او ځای، تنظیموونکو لورو، کوربه هېواد او د ملګرو ملتونو سازمان د رول او د هغې د مشروعیت ورکولو د بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د کنفرانس د ګډونوالو او له بهیر څخه د محرومو شویو ډلو، اعلان شوو او پټو موخو، له بُن وروسته د مؤقتې ادارې د جوړښت او د هغې سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي پایلو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
هغه د یاد بهیر د ناکامۍ عوامل له بېلابېلو اړخونو تحلیل کړل او د فکري او کلتوري لیدلوري له مخې یې د استادانو او اداري کارکوونکو او د هېواد د ځوان نسل لپاره د اخیستلو وړ درسونه او عبرتونه روښانه کړل.
سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
