د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د استادانو سره ګډه ناسته ترسره کړل!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۷:۳۱
د استادانو سره ناسته

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوی سمیع الله حقاني د يادې مؤسسې پنڅه ګونو پوهنځيو استادانو سره ګډه ناسته ترسره کړل.


ناسته د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس وینا وکړه چې د اسلامي نظام د تداوم په هکله خبرې وکړي او ټولو څخه یې وغوښتل چې ځانونه د هر ډول اختلاف څخه وساتي.
او همدارنګه يې زياته کړه چې هر استاد په پوره تقوا او اخلاص سره خپله دنده سرته ورسوي او خپل د آمر څخه اطاعت وکړي.

وروسته يې د څېړنې پر ارزښت باندې هم خبرې وکړي، او وويل چې اسلامي امارت ته څېړنې او نوښت ډير اهمیت لري او ځانګړی ارزښت ورکوي نو باید ددغه فرصت څخه پوره ګټه واخلو او هر يو نوښتیزه څېړنه ترسره کړو.
او په پای کې يې د استاد او محصل د اړیکې په اړه هم مفصل بحث وکړ او زياته ېې کړه چې محصل ته باید د زده کړې او څېړنې انګیزه ورکول شي او د محصل تدریس او حقوقو ته ځانګړی پاملرنه وشي.

او یاده ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته