فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي
په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
همدارنګه په دغه پوهنتون کې د ۳۷ ميليونه او ۷ زره افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، کارونه د پلان مطابق بشپړېدو ته نږدې دي.
په دې پروژو کې پر ۵۰ جريبه ځمکه د ۲۱ ميليونه او ۷۵ زره افغانيو په لګښت څېړنيز فارم او د ۱۵ میلیونه او ۹۳۲ زره افغانیو په لګښت د احاطوي دېوال د دویم فاز کارونه دي، چې د روان کال تر پایه به بشپړ شي.
د یادونې وړ ده چې یادو ټولو بشپړو شویو او روانو پروژو لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
