د پښتو څانګې محصلانو خپله اونیزه ادبي غونډه ونیوله

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۵۰
Farau.admin

د پښتو څانګې محصلانو او فرهنګي کمیټې په ۱۵/ ۳ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې خپل نوبتي ادبي غونډه ونیوله، د دې ادبي غونډې نطاقي او ترتیب د دریم ټولګي محصل ښاغلي محمد آصف محمدي پر غاړه لرله. یاده ادبي غونډه د څلورم ټولګي محصل شراف الدین شرافت په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د پښتو څانګې له لومړي، دویم، دریم او څلورم ټولګيو څخه (۱۷) تنو محصلانو خپل نظمونه په ښایسته ږغ سره دکلمه کړل او د څلور ټولګي محصل ښاغلي شرافت خپله لیکلي لڼده کیسه حاضرینو ته واورول او وروسته د دریم ټولګي محصل له‌خوا ښکلی شعر ترنم شو. 
دا ادبي غونډه د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني په خبرو سره پای ته ورسیده.
# د ښوونې او روزنې پوهنځي د نشراتو او فرهنګي چارو کمیټه؛

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته