د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرهڼې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو دفاع!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۴
کرهڼې پوهنځي

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرهڼې پوهنځي د اگرانومي او کرهڼې او اقتصادي پراختیا څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د خپلو څېړنیزو پروژو پروپوزلونه او مونوګرافونه د خپلو لارښود استادانو ترڅارنې لاندې وړاندې او دفاع کړل.

د محفل پیل د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د عبدالخالق حقمل لخوا وشو.

وروسته د کرهڼې پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالناصر صدیقي محصلانو ته مبارکي وویله او د څېړنې په ارزښت او د کرهڼی  په برخه کې د افغانستان په پرمختګ او ځان بسیاینې کې یې ارزښتناک څرګندونې وکړې.

په پای کې محصلانو خپل پروپوزلونه او مونوګرافونه د ژورې هيئت په حضور کې وړاندې او دفاع کړل.

او محفل د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

بیرته خبرونو ته