د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي او د یادې مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ځانګړي اصلاحي ناسته!ه

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۲۱:۳۵
Photo

د ۱۴۴۵ ه ق کال ربیع الثاني میاشتې پر ۲۴ نېټې باندې چې د ۱۴۰۲ل کال د لړم میاشتې له ۱۷ نېټې سره سمون خوري، د امربالمعروف ریاست او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته د دې مؤسسې په جومات کې او د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته په ورزشي او فرهنګي جمنازيوم کې په جلا جلا توګه اصلاحي غونډې ونیول سوې. 
استادانو او اداري کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي د اخلاص په اړه په مفصل ډول بیان وړاندې کړ. 
د ماسپښین له لمانځه او اصلاحي بیان وروسته د شرعیاتو او کرهنې پوهنځيو محصلانو ته غونډه ونیول سوه. د دې غونډې په لومړي سر کې مولوي سمیع‌الحق "عاصم" محصلانو ته وینا وکړه، چې په وار سره د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالمالک هم عالمانه وینا وکړه.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۱:۷
Background image

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیزه هوکړه‌لیک!

نېټه: ۲۹/۵/۱۴۴۵

ورځ: چهارشنبه

د فراه  لوړو زده‌کړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیز هوکړه‌لیک د هلمند پوهنتون په ریاست مقام کي د دواړو لوریو د رهبري او مسؤلینو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۵۹
Background image

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم حفظ الله او مل پلاوي راتګ.

په ۱۵ / ۹ / ۱۴۰۲ نېتې باندې چې ۲۲ / جمادی الاول/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم حفظ الله او مل. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۵۴
Background image

د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

نېټه: یکشنبه؛ ۱۹ / ۵ / ۱۴۴۵ ل.س / ۱۲ / ۹ / ۱۴۰۲

د ښاغلي عبدالوکیل مزمل د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست استازي په مشري، د دې مؤسسې د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت لیدنه وکړه.

په دغه. . .

BACK TO NEWS