د دعوت طریقه او د بیان فن په اړه سمینار وړاندي شو!

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۸:۴۶
د دعوت طریقه او د بیان فن په اړه سمینار وړاندي شو!

 

دوشنبه د (۱۴۰۳٫۴٫۲۵ ه‍ ش) کال چې له (۱۴۴۶٫۱٫۹ ه‍ ق) کال سره سمون خوري د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي په نوښت د دعوت طریقه او د بیان فن په اړه سمینار جوړ شو.
 سمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي مفتي عبدالمالک فاروقي لخوا د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد محترم مفتي عبدالعزیز خدام د دعوت طریقه او د بيان فن لومړۍ برخه وړاندې کړه.
وروسته د ياد پوهنځي استاد ښاغلي مفتي نورالحق مظهري د ياد سمينار ټول موضوعات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسید.
 

د نشراتو مدیریت 
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۸
Background image

فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۱
Background image

د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د فراه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د یاد علمي بنسټ د استادانو او اداري کارکوونکو سیاسي پوهاوي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي

په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

بیرته خبرونو ته