د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د فراه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۱
د بٌن کنفرانس سمینار

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د یاد علمي بنسټ د استادانو او اداري کارکوونکو سیاسي پوهاوي او فکري بصیرت د لوړولو په موخه ترسره شو.

سمينار د قرآن کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو.

وروسته، د فراه پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیال مفتي عبدالظاهر صدیقي د بُن کنفرانس د تاریخي مخینې، د جوړېدو وخت او ځای، تنظیموونکو لورو، کوربه هېواد او د ملګرو ملتونو سازمان د رول او د هغې د مشروعیت ورکولو د بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه د کنفرانس د ګډونوالو او له بهیر څخه د محرومو شویو ډلو، اعلان شوو او پټو موخو، له بُن وروسته د مؤقتې ادارې د جوړښت او د هغې سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي پایلو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

هغه د یاد بهیر د ناکامۍ عوامل له بېلابېلو اړخونو تحلیل کړل او د فکري او کلتوري لیدلوري له مخې یې د استادانو او اداري کارکوونکو او د هېواد د ځوان نسل لپاره د اخیستلو وړ درسونه او عبرتونه روښانه کړل.

سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۶
Background image

فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ چې ترسره کېده، پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

فراه پوهنتون کې د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار ترسره شو

فراه فراه ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د محصلانو د علمي او څېړنیزې وړتیاوو د لوړولو په موخه د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل. . .

بیرته خبرونو ته