د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو خپلې علمي ـ څیړنیزې جریدې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستې

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۷
Farau

د دوشنبې ورځ او ۱۷/ ۲/ ۱۴۰۳ نېټه د ښوونې او روزنې پوهنځي (۷) څانګو خپل دیوالي جریدې په مختلفو نومونو او منځپانګو سره پرانیستې. پدې پرانیست غونډه کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله (حقاني) او د علمي او محصلانو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر (رحماني) هم ګډون درلود. ښاغلي حقاني صاحب دا چاره د اسلامي او علمي معلوماتو د خپرولو لپاره یو نیک ګام وباله او د نورو پوهنځیو له ریاستونو څخه یې هم وغوښتل چې ورته کړنه تر سره کړي. د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې نه پرته، چې مخکې یې خپل دیوالي جریده د (ویښتابه) تر نامه لاندې فعاله کړي وه، نورو څانګو خپل د علمي رشتې اړوند دیوالي جریدو لپاره تاریخي سیر ته په کتو سره علمي نومونه غوره کړي دي. لکه د انګلیسي ژبي او ادبياتو څانګې د (سيدجمال الدين افغان), د دری څانګې (انسانم آرزوست), دفزیک څانګې د (ابن هیثم)، د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د(المصباح) د بیولوژي څانګې (ابن سینا)، د کیمیا څانګې د (جابر ابن حیان) او ریاضي څانګې(رياضیات) په نامه سره نومولې دي. د پرانیست غونډې په پاې کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد (یزدان پرست) د ټولو څانګو د آمرینو، استادانو او محصلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې جریده د فکر او نظر د بيانولو لپاره ښه او مناسبه لاره ده. همدارنګه د پوهنځي محصلینو او استادانو دا هوډ وکړ، چې  یادې جریدې به فعاله وساتي.
یاد مراسم د خیر دعا په لوستلو سره پای ته ورسیدل.

د نشراتو مدیریت 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

بیرته خبرونو ته