فراه پوهنتون کې د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۵۶
مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل

فراه فراه ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د محصلانو د علمي او څېړنیزې وړتیاوو د لوړولو په موخه د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار د یادې پوهنځي څلورم ټولګي محصلانو لپاره ترسره شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د سمینار موخې او اهداف ګډونوالو ته تشریح شول. د ياد سمينار اساسي موخه د محصلانو د علمي څېړنې له اصولو او معیارونو سره بلدتیا، د علمي لیکنې مهارتونو پیاوړتیا او د اکادمیکو اصولو مطابق د معیاري مونوګراف لیکلو ته چمتو کول و.

ورپسې، د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستیال پوهنيار احمد ولي نوري د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د څېړنې پر ارزښت او د مونوګراف پر اساسي رول وینا وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې علمي څېړنې نه یوازې د پوهې د تولید وسیله ده، بلکې د محصلانو د تحلیل، نقد او ستونزو د حل مهارتونه هم پیاوړي کوي.

وروسته د دې پوهنځي د څېړنې کمېټې غړو، پوهنمل فرهاد حکیمي، پوهنيار امین‌الله عزیزی، پوهنمل رحمت‌الله مهرباني او پوهنيار مصطفی کلانتري د مقالې لیکلو اصول، د علمي مقالې جوړښت، د موضوع د ټاکلو څرنګوالی، د پروپوزل ترتیبول، د معلوماتو د راټولولو طریقې، د ماخذونو د یادولو اصول او د علمي غلا (Plagiarism) مخنیوی، د مونوګراف د ترتیب عملي پړاوونه او علمي معیارونه په تفصیل سره محصلانو ته تشریح کړل.

همدارنګه د سمینار په جریان کې د مونوګراف د جوړښت عملي بېلګې وړاندې شوې او د عنوان ټاکلو، د فصلونو تنظیم، د پایلې لیکلو طریقې او د ماخذونو د لېست ترتیبولو په اړه د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. ګډونوالو دا ډول پروګرامونه د خپلو علمي وړتیاوو په لوړولو کې ګټور وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته