د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

PM_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د علمي او څېړنیزو برخو کې د ګډو همکاریو د رامنځته کولو، د علمي تجربو او معلوماتو د تبادلې، د څېړونکو او د علمي کمېټو د غړو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د علمي مقالو د خپرولو او معرفي کولو او د دواړو لورو له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې به دواړه مجلې د علمي خپرونو د کیفیت د لوړولو، له څېړونکو او لیکوالانو څخه د ملاتړ، د علمي مقالو او تجربو د تبادلې او د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په برخو کې همکاري کوي.

د دواړو لورو مسؤلینو د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک د فراه او کندز پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه همکاري به د لا زیاتو ګډو علمي فعالیتونو او په ملي او نړیواله کچه د علمي او څېړنیزو مجلو د اعتبار او مقام د لوړولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۰
Background image

فراه پوهنتون کې د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زده‌کړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

فراه پوهنتون کې د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرليک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د کیمیا لابراتوار مدیریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي». . .

بیرته خبرونو ته