د فراه ولایت د علم او فرهنګ مینه‌والو ته ښه زیری!

farau_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۳۷
د اعتباراخیستنې په لومړي پړا

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو مؤسسو په کچه د اعتباراخیستنې په لومړي پړاو کې رقابت پيل کړ او ويې‌کولای شول چې په ۱۴۰۳ کال کې تر ټولو لوړې (۸۳٫۳۹) نمرې ترلاسه کړې.
چي د لوړو زده‌کړو وزارت د ارزونې پلاوي د ۱۴۰۳ کال د غوايي/ثور میاشتې په پای کې له یادې مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د دې ادارې د فعالیتونو اسناد او شواهد یې وڅېړل، چې د اعتباراخيستنې په برخه کې یې لومړی مقام خپل کړ.
بې له شکه چې دغه برياليتوب د مشرتابه پلاوي، د علمي او محصلانو چارو مرستيال، د مالي او اداري چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، مديرانو، د مرکزي او فرعي کميټو مسؤلين ته به نېکمرغه وي، چې د دې مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني صاحب د نه ستړي کېدونکو هلوځلو پايله ده.
دا مهمه او ارزښتناکه لاسته راوړنه دې د يادي مؤسسې استادانو، کارکوونکو او د علم او ​​فرهنګ ټولو مينه‌والو ته دې مبارک وي او هیله لرم، چې موږ به د اعتباراخېستنې په راتلونکو پړاوونو کې هم دا مقام ترلاسه کړو.
د نشراتو مدیریت 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته