د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
امر بالمعروف و نهی عن المنکر

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو.

سمينار د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو.

وروسته د شرعياتو پوهنځي استاد مفتي عبدالمالک فاروقي د امر بالمعروف و نهی عن المنکر په اړه هراړخيزه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د هر مسلمان لپاره اړینه ده چې امر بالمعروف و نهی عن المنکر خپل اسلامي فریضه وګڼې او په اسلامي ټولنې کې د دې مسؤلیت په ترسره کولو سره هیڅ ډول غفلت یا بې پروايي ونه کړي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي

په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

بیرته خبرونو ته