د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې محصلانو ته د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس پیل

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
photo

یکشنبه ۲۶ / ۶/ ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د دویم ټولګیو محصلانو ته د اسلامي ثقافت مضامينو د تدریس لړۍ د دیني عالم مفتي عبدالباري حقاني لخوا پیل سوه.
د دې تدریسي حلقې د پرانستلو پر مهال د مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي صاحب سمیع الله احمدي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار عبدالبصیر رحماني، د پوهنځيو رئیسانو او د دویم ټولګيو ټولو محصلانو ګډون درلود. 
د تدریس دغه لړۍ به د لومړي څخه تر څلورمو ټولګیو پورې وټولو محصلانو ته د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت او مهال‌ویش له مخې پر مخ ولاړه سي.

نشراتو او فرهنګی کمیټه

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

بیرته خبرونو ته