د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد رسول همتي ته د مخه ښه او ستاینې غونډه نیول.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۶
Photo

پر ۱۱ / ۷ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد رسول همتي ایران هېواد ته د دوکتورا تحصیل د بریالي کیدو او تګ په پار ستاینغونډه ونیول سوه. 
غونډه د قرآن‌کریم په تلاوت سره پیل سوه، په لومړي سر کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني وینا وکړه؛ ښاغلي استاد همتي ته یې د دې  بریا مبارکي وویل او خوښي یې وښوده، چې یو تن استاد مو د دوکتورا د ترلاسه کول لپاره یو بهرني هېواد ته ځي. 
په پای کې یې د ښاغلي همتي صاحب د کړي کارونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او د الله (ج) څخه نوموړي ته د بریا غوښتنه وکړه. 
په دوام سره د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني وینا وکړه: د اقتصاد پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنیار همتي څخه مننه وکړه، چې په دې موده کې خپل اداري او تدریسي چارې یې په بریالیتوب سره مخته وړي دي او نوموړي ته یې د دې علمي سفر د بریا دعا وکړله. 
وروسته پوهنیار محمد رسول همتي  خپل په وار سره خبرې وکړي د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې په دې موده کې پر ده باندې دا باور کړی و او په پای کې دا یادونه یې وکړله، چې د دې علمي سفر نه وروسته به ان‌شاالله بیرته دلته خپلې دندې ته راګرځي. 
د غونډې  په پای کې ښاغلي همتي صاحب ته د ښو کړنو د ترسراوي په موخه د پوهنتون لخوا ستاینلیک ورکړل سو.   
یاده غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.

د دې ازموینې موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

بیرته خبرونو ته