فراه پوهنتون کې د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو

PM_admin
Sat, Jul 18 2026 9:17 AM
چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو


د فراه پوهنتون اداره او پالیسۍ پوهنځي له لوري، د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس د یاد پوهنتون استادانو ته وړاندې شو. د دغه کنفرانس موخه د استادانو د علمي ظرفیت لوړول، د طیف‌سنجۍ له ټکنالوژۍ سره د هغوې بلدتیا او د چاپېریالي ککړتیاوو د سنجش او تحلیل په برخه کې د دې پرمختللې ټکنالوژۍ د ارزښت څرګندول وو.

کنفرانس د قرآن عظیم‌الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د اداره او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل حسیب‌الله ایازي ګډونوالو ته د طیف‌سنجۍ مفهوم، تاریخي پرمختګ، بېلابېل ډولونه، د طیف‌سنجۍ د دستګاه اساسي برخې او د بېلابېلو طیف‌سنجۍ تخنیکونو د کاري اصولو په اړه هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د اوبو، خاورې، هوا او نورو چاپېریالي نمونو د ککړتیا د سنجش او دقیق تحلیل په برخه کې د دې پرمختللې ټکنالوژۍ مهمې کارونې په علمي او اکاډمیکه بڼه تشریح کړې.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د چاپېریالي څارنې، د درنو فلزاتو او عضوي ککړونکو د پېژندنې، د چاپېریال ساتنې په څېړنو کې د طیف‌سنجۍ د اهمیت او د چاپېریالي ککړتیاوو د تحلیل لپاره د نوېو علمي میتودونو د کارونې په اړه هم هر اړخیز بحث وکړ او په علمي او څېړنیزو چارو کې یې د معیاري او پرمختللو ټکنالوژیو پر ارزښت ټینګار وکړ.

په پای کې ګډونوالو خپلې علمي پوښتنې مطرح کړې، چې د موضوع د بېلابېلو اړخونو په اړه ورته علمي او قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شول، 
او کنفرانس د خیر او بریا په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS