فراه پوهنتون کې د داخلي اړیکو لپاره د «BeeBEEP» پیغام‌رسوونکي سافټویر د معرفۍ سمینار ترسره شو

PM_admin
Tue, Aug 04 2026 12:04 PM
پیغام‌رسوونکي سافټویر

د فراه پوهنتون برېښنايي زده‌کړو اصلي کمېټې له لوري د یاد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د «BeeBEEP» په نوم د داخلي پیغام‌رسوونکي سافټویر معرفۍ سمینار ترسره شو. د دغه سمینار موخه د پوهنتون د داخلي اړیکو سیسټم معرفي کول، د یاد سافټویر د کارونې له څرنګوالي سره د ګډونوالو بلدتیا، د ادارې بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د معلوماتو تبادلې چټکتیا او د اغېزمنو اړیکو رامنځته کول وو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د برېښنايي زده‌کړو اصلي کمېټې غړي، پوهنیار محمود اسحاق‌زی، ګډونوالو ته د BeeBEEP داخلي پیغام‌رسوونکي سافټویر د ځانګړنو، امکاناتو او د کارونې طریقې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې دغه سافټویر د فراه پوهنتون د داخلي اړیکو لپاره له انټرنېټ پرته د پوهنتون د داخلي شبکې (LAN) له لارې د استادانو او اداري کارکوونکو ترمنځ د پیغامونو، اسنادو، فایلونو او اداري خبرتیاوو د چټکې، اسانه او خوندي تبادلې زمینه برابروي.

همدارنګه ټینګار وشو چې د کاروونکو ټول معلومات او اړیکې د پوهنتون په داخلي شبکه کې په خوندي ډول تبادله کېږي او د دې سیسټم کارول به د ادارې د همغږۍ په پیاوړتیا، د معلوماتو د لېږد په چټکتیا او د اداري چارو په اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي.

ورپسې ګډونوالو ته د یاد سافټویر د نصب، لومړنیو تنظیماتو، د کارن‌حساب د جوړولو او عملي کارونې څرنګوالی په عملي بڼه وښودل شو او د هغوی پوښتنو ته لازم ځوابونه وړاندې شول.

په پای کې د داخلي اړیکو د سیسټمونو د کارونې، د ادارې د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د اداري خدمتونو د کیفیت د لوړولو پر اهمیت ټینګار وشو او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS