فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه
په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د کرنې پوهنځي مرستیال، پوهنيار عصمتالله حیدري د څېړنې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په فراه ولایت کې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د کاربردي څېړنیزو پروژو ترسره کول ځانګړې اړتیا ده. نوموړي د ټولنې او پوهنتون ترمنځ د اغېزمنو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د محصلانو څېړنې باید د بزګرانو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري، څو عملي پایلې ولري.
ورپسې د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنيار محمدحسین میاخېل، په لوړو زده کړو بنسټونو کې د څېړنو پر مقام او ارزښت خبرې وکړې او د پراختیايي پروژو رول یې د علمي بنسټونو د پرمختګ او ټولنیز بدلون په بهیر کې مهم وباله.
په پای کې، محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د ژورې پلاوي تر علمي ارزونې او څارنې لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
