معرفی مختصر معاون علمی و امور محصلان

نوم:  عبدالبصیر

تخلص: رحماني

د پلار نوم: حاجي عبدالرزاق

د نېکه نوم: عبدالرحمان

د زيـږيـدو نېـټه: ۱۳۶۸ ل.ل

آر استـوګـنځـی: ولايت - فــراه؛ کلی - مــزار؛

زده کړې: د پښتو ژبې او ادبیاتو ماستـر؛

دنــده: د فــراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي او زده‌کړیالانو چارو مرستیال او د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې استاد؛

علمي رتبه: پوهنیار؛

پوهنیار عبدالبصیر رحماني په (۱۳۸۸ ل.ل) کال د نوبهار له عطار دي لېسې څخه فارغ سوی، چې په همدغه کال د حاجي نعیم کاریز په منځنۍ ښوونځي کې د ښوونکي په سپېڅلي دندې وګومارل سو، تر څنګ یې فـراه ولایت د عالي دارالمعلمین پښتو څانګه کې په خپلو نیمه لوړو زده‌کړو بوخت سو.

وروسته وخت ورسره ښه وکړه او د کانکور د آزموينې له طريقه د هرات پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته بريالی سو، چې په ( ۱۳۹۳ ل.ل) کال کې د ياد پوهنځي له پښتو څانګې څخه په اعلی او لوړه درجه فارغ سو، د لیسانس دورې پایلیک(مونوګراف) یې د ښاغلي پوهنیار عبدالواحد ناصري تر لارښوونې لاندې ( د پـشـت‌رود ولسوالۍ شاعرانو) تر سرلیک لاندې چمتو او دفاع کړ.

نوموړي د لیسانس په دورې کې د کامپیوټر او نېټـورک پروګرامونه او د انګلیسي ژبې کورسونه یې هم لوستي.

د فراغت سره سم د فــراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې د استاد په توګه مقرر سو، چې څه‌ناڅه درې کاله د ياد پوهنځي لپاره يې په علمي او اکاډميکه برخه کې خدمت وکړ او په ژبنۍ او ادبي علومو کې يې لس‌ګونه علمي کادرونه پښتنې ټولنې ته وړاندې کړل.

د لوړو زده‌کړو د وزارت له‌خوا په (۱۳۹۶ ل.ل) کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ماسترۍ برنامې ته ولیږل سو، چې په (۱۳۹۸ ل.ل) کال کې د يادې برنامې څخه په اعلی او لوړې درجې فارغ او خپل د ماسترۍ تېزس یې د ښاغلي پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار تر لارښوونې لاندې ( د پټې خزانې په اړه د پوهانو د نظرونو پرتلیز جاج او څېړنه ) تر سرلیک لاندې بشپړ او په بریالیتوب یې دفاع کړ.

پوهنيار عبدالبصیر رحماني د پوهنتون د استادۍ تر څنګ په مختلفو تحصیلي او تعلیمي ځایونو کې ښوونکی او روزونکی پاته سوی او په زياتو علمي او ادبي غونډو کې يې ګډون کړی، چې دم‌ګړی د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو د مرستيال په توګه خپله دنده پر مخ وړي.

سربیره پر دې ښاغلی رحماني يو تکړه څېړونکی او ليکوال هم دی، چې يو شمېر علمي آثار يې چاپ او ګڼ شمېر یې چاپ ته آماده دي:

۱. د پشت‌رود ولسوالۍ شاعران ( د ليسانس دورې پايلیک، ۱۳۹۳کال)

۲. د پټې خزانې په اړه د پوهانو د نظرونو پرتلیز جاج او څېړنه ( د ماسترۍ دورې تیزس، ۱۳۹۸ کال)

۳. د پښتو ژبې تاریخ (مسوده، ۱۳۹۵کال)

۴. د پښتو ژبې د ګرامرونو تاریخچه(ناچاپه مقاله)

۵. تصوفي نظریې (ناچاپه مقاله)

۶. د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار (د خوشال ادبي پښتو) د اثر نچوړ او لنډیز.(ناچاپه مقاله)

۷. د خوشحال خان خټک په کلیاتو کې بهرني ځاینومونه (شیخ زاید پوهنتون؛

پوهنیزه مجله؛ ۱۴۰۰ل کال، دويمه ګڼه، چنګاښ - پرلپسې ۲۸ ګڼه)

۸. د عبدالرحمان بابا په شعرونو کې د اسلامي او عرفاني افکارو څېړنه (د پوهنملۍ رتبې لپاره رساله- دوام لري)

۹. معناپوهنه ـ دکتر مهري باقري له (مقدمات زبانشناسي) د کتاب د یوې برخې ژباړه.(ناچاپ)

۱۰. لهجوي اطلس او اصطلاحات یې (ژبپوهنیزه ناچاپه مقاله)

۱۱. حکیم ابوالقاسم فردوسي او شاهنامه (ناچاپه مقاله)

۱۲. د خوشحال خان خټک په کلیاتو کې د افغانستان ځاینومونه (پکتیا پوهنتون؛ قلم مجله؛ شپږم کال، څوارلسمه ګڼه) او نور ...