د فراه پوهنتون او غرجستان خصوصي پوهنتون ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

PM_admin
Tue, Nov 03 2026 11:14 AM
دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک

د فراه پوهنتون او د فراه ولایت د غرجستان خصوصي پوهنتون ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د فراه پوهنتون د رئیس مولوي سمیع‌الله حقاني او د غرجستان خصوصي پوهنتون د پلاوي په حضور کې لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د علمي او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا، د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره د ګډو همکاریو د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې، دواړه لوري به په علمي، ښوونیزو، څېړنیزو او ظرفیت لوړونې برخو کې، د تجربو د تبادلې او د بنسټیزو اړیکو د ښه‌والي په موخه همکاري کوي. همدارنګه، د ګډو علمي او ښوونیزو پروګرامونو جوړول، د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د دواړو بنسټونو له علمي ظرفیتونو او امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه د یادو همکاریو له اساسي برخو څخه دي.

د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک د لوړو زده‌کړو د بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګښت، د پوهې او تجربو د تبادلې او د ښوونې او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS