فراه پوهنتون کې د فراه او نيمروز امارتي پوهنتونونو محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرليک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار پای ته ورسېد
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه او د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د فراه او نیمروز امارتي پوهنتونونو او د فراه ولایت غرجستان خصوصي پوهنتون محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرليک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار ترسره او نن د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
د یاد سمینار په مراسمو کې د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیعالله حقاني، د فراه ولایت د حج،ارشاد او اوقاف رئیس شيخ مفتي عبدالبصير فائز، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، دیني عالمانو، د فراه پوهنتون مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو، آمرينو، استادانو، مديرانو، د سمینار تنظیموونکو او محصلانو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیعالله حقاني د سمینار له ټولو ګډونوالو او تنظیموونکو څخه مننه وکړه. نوموړي د شپږ ورځني اصلاحي سمینار د ګټو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ګډونوال یې خپلو دیني، فکري او اخلاقي مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
ورپسې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مفتي محمد خالد حامد د فراه پوهنتون له رهبرۍ او مېلمهپالنې څخه مننه وکړه. نوموړي یاد سمینار د نیمروز پوهنتون د محصلانو د دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله او د ورته سمینارونو ترسره کول یې د محصلانو د اخلاقي او فکري کچې د لوړولو لپاره مهم او ارزښتناک وبلل.
په پای کې، د فراه پوهنتون د رهبرۍ له لوري د سمینار ګډونوالو محصلانو ته ګډونلیکونه او د سمینار تنظیموونکو ته ستاینلیکونه ووېشل شول.
د شپږ ورځني اصلاحي سمینار مراسم د مفتي سراجاحمد راشد له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.
