فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

PM_admin
Mon, Aug 24 2026 2:45 PM
محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره ترسره شو. د سمینار موخه له محصلانو سره د اغېزمن تعامل په اړه د استادانو د پوهاوي لوړول، د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کول او د محصلانو د روحي او رواني آرامتیا پیاوړتیا وبلل شوه.

سمینار د پوهنیار شاه‌ولي‌الله محمدي له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د فراه پوهنتون د مشورې مرکز غړي مفتي عبدالعزیز خدام د استاد او محصل د تعامل د مفهوم، د محصلانو سره د ښو او مناسب چلند په اړه د اسلامي علماوو د نظرونو او د هغوی د شخصیت په جوړښت کې د استاد د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ چې له محصلانو سره د استاد د چلند څرنګوالی کولی شي د هغوی د باور، روحي او رواني آرامتیا، د زده‌کړې د انګېزې او سالم شخصیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولري.

ورپسې د استادانو د اخلاقي او روزنیزو مسؤلیتونو، له محصلانو سره د سالمې اړیکې د ټینګولو د لارو چارو او په ښوونیز چاپېریال کې د مناسب او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په اړه بحث وشو. همدارنګه د محصلانو روحي او رواني اړتیاوو ته د پاملرنې او له هغوی سره د درناوي، مهربانۍ او متقابل تفاهم پر بنسټ د چلند پر اړتیا ټینګار وشو.

په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل او لازم ځوابونه ورکړل شول. سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS