د فراه لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد او کرنې پوهنځيو لخوا د درې عنوانه پالیسي سازو څېړنو پايلي د کرنې ریاست مسؤلینو سره شریکې شوې!

media_admin
Sun, Mar 02 2025 9:10 AM
د کرنې ریاست

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد او کرنې پوهنځيو او د څېړنې او علمي مجلې آمریت له لوري درې عنوانه پالیسي سازو څېړنو پایلې د کرنې ریاست مسلکي کارمندانو ته د يادې مؤسسې څېړونکو استادانو لخوا د سمینارونو په توګه شریکې شوې.

غونډه د قران کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

وروسته د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې او علمي مجلې آمر پوهنیار محمدحسین میاخېل پیلیزه وینا وکړه، د پالسي سازو څېړنو پر اهمیت یې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د کرنې ریاست د اړتياوو پوره کولو او په ټاکلو برخو کې د پرمختګ په موخه د ترسره شویو څېړنو پایلې د ياد ریاست محترمو مسلکي کارمندانو سره د شریکولو وړ وګڼلې چې هم د کرنې ریاست اړتیا پوره شي او هم په ټاکلو برخو کې لازم پرمختګونه رامنځته شي.

وروسته د سیمنارونو لړۍ پیل شوه، لومړی د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل کاظم نیکزاد (د کښت نېټه او ورایټي اثرات د فراه ولایت کې د غنمو محصول باندې)، وروسته د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنیار احمدضیاءنوري (د گلخانوي کرنې د محصولاتو تولید ښه کول او د فراه ولایت په کليو کې د فقر کمول) او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار حشمت الله ساراني (د فراه ولایت په تربار مارکیټ کې د شنو خونو کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو په زیاتوالي باندې د بازار موندنې مخلوط فکتورونو اغیزې څېړل) د خپلو ترسره شویو څېړنو پایلې ګډونوالو سره شریکې کړي او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.

په پای کې د کرنې رياست مسؤلینو دغه نوښت وستایه او د دوامدارو همکاریو غوښتونکي شول، چې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې لخوا د همکاريو ډاډ ورکړل شو.

او غونډه د پوهنیار محمد حسين میاخېل په دعایې سره پای ته ورسېده.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS