د کابل پوهنتون تميم انصاري د غونډو په تالار کې د پلازمينې او ولاياتو د پوهنتونو نشراتي مسؤلينو ته د دوه ورځني علمي ورکشاپ پيل

farau_admin
Tue, Aug 29 2023 8:19 AM
Photo

دوشنبه د (۱۴۰۲ ل) کال د سنبلې پر (۶) نېټه د لوړو زده‌کړو وزارت د اطلاعاتو, نشراتو او عامه اړيکو محترم رياست په نوښت د رسنيزې ظرفيت لوړونې, د فعاليتونو د همغږۍ او فکري روزنې دوه ورځنۍ علمي ورکشاپ د اجنډا سره سم د سهار پر (۹) بجو پيل شو.
ياد ورکشاپ چې د پلازمینې او  ولايتي پوهنتونو نشراتي مسؤلینو د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی, د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په استازيتوب په کې د نشراتو او فرهنګي کمېټې مسؤل پوهنيار شريف الله ملال ګډون کړی دی. 
ورکشاپ د لوړو زده‌کړو وزارت وياند ښاغلي قاري صاحب ضیاءالله هاشمي له لوري د قرآن‌کريم په مبارکو آیاتونو پيل شو. 
ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت د اطلاعاتو, نشراتو او عامه اړيکو ښاغلي رئيس قاري محمد سليمان شريفي د بېلابېلو پوهنتونونو څخه د نشراتو راغلو مسؤلينو او د ورکشاپ ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ورکشاپ په اهدافو يې ګټور بحث وکړ. 
د ورکشاپ پيليزې وينا او ښه راغلاست وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين ښاغلي دکتور لطف الله خير خواه د تبليغاتي جګړې په اړه ګټوره وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د تبليغاتي جګړې په وړاندې نشراتي او رسنيز فعاليتونه د هېواد څلورمه قوه وبلله او د دښمن تبليغاتي جګړې په اړه يې د پوهنتونونو نشراتي مسؤلين د افغانستان اسلامي امارت پاليسي او موقف ته متوجه کړل، چې ياد مسؤلين يې په وړاندې کلک دريځ ولري او واقعیتونه په رښتيني مانا د اسلامي اصولو په پام کې نيولو سره خلکو ته وړاندې کړي. 
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند ښاغلي بلال کريمي د اسلامي امارت نشراتي پاليسي په اړه ګټور بحث وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل, چې په اسلامي نظام کې خدمت بهترين عبادت دی, چې د دې نظام لاندې هر وګړی بايد د اسلامي ارزښتونو پاللو لپاره کلک هوډ او پاک نيت ولري. 
فکري برخې وړاندې کولو وروسته په مسلکي برخه کې د ویډیويي ژورناليزم, اسلامي رسنيز اخلاق او ويډيويي راپور, د خبر معيارونه او ارزښتونه تر سر ليکونو لاندې ګټور پرزنټيشنونه وړاندې شول.  
د دوشنبې ورځې د پای وینا د باختر خبري آژانس ښاغلي رئيس مولوي ضياالحق حقمل وکړه او د نشراتي فعاليتونو اړوند يې ګټورې سپارښتنې وکړې او لومړۍ ورځ  په دعا سره پای ته ورسيدله.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS