فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د نوي رئيس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني په مشرۍ د استادانو عمومي غونډه ترسره شوه!

farau_admin
Thu, Apr 06 2023 10:01 PM
farau

نن پنجشنه د ( ۱۴۴۴ه ق ) کال د رمضان المبارک مياشتې پر ( ۱۵) نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې عمومي غونډه تر سره شوه.

 غونډه د فراه لوړو زده کړو موسسې د ښاغلي رئيس مولوي سميع الله حقاني په مشرۍ تر سره شوه, چې په غونډه کې د فراه لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني, د مالي او اداري چارو معاون مولوي عبدالنافع منيب, د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو, استادانو , د  پوهنځيو تدريسي مديرانو او نورو ادري غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسی د رياضي څانګې استاد پوهنيار محمد حسين فراهي له لوري د يادې موسسې ښاغلي رئيس ته د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو, د څانګو امرينو, استادانو او نورو ادري کار کوونکو د پيژندنې په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.  ورپسې د يادې مؤسسې  ښاغلي رئيس مولوي سميع الله حقاني د اجنډا سره سم خبرې پيل کړې, نوموړي په پيل کې د غونډې ګډونوالو ته د خپلو زده کړو او کاري سابقې په لنډ معلومات ورکړل او د استادۍ په منزلت, مرتبه او په ټولنه کې يې د استاد په مقام هر اړخيز بحث وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل,  چې د استاد منزلت او مرتبې ته په هره ټولنه کې ځانګړی احترام کيږي او په هره ټولنه کې بايد د عزت څښتن اوسي. نوموړي پوهنتون د زده کړو ځای وباله او دا يې څرګنده کړه چې دلته زموږ  اصلي هدف تدريس او د يو سوکاله او سرلوړي افغانستان لپاره په بيلا بيلو برخو کې د کادرونو وړاندې کول دي, چې د دې هدف تر لاسه کولو لپاره بايد داسې څه تر سره کړو چې زموږ د دنيوي او اخروي سرلوړۍ سبب وګرځي.

همدارنګه يې ديني  او عصري  زده کړې  ضروري وبللې او څرګنده يې کړه چې په دې برخه کې بايد په ګډه هڅې وکړو او د هر ډول تعصب, کرکې او ډلو ټپلو څخه ځان وساتو, ځکه چې ډلې ټپلې, تعصب او کرکه د نظام ريښې وچوي او موږ نه پريږدي چې خپلو اساسي اهدافو ته ځانونه ورسوو. همدارنګه يې تاکيد وکړ چې ټول بايد په ګډه د نظام د بقا او پرمختګ لپاره مټې رابډ وهو او د يو سوکاله,  سرلوړي او اسلامي نظام ته پاپند حکومت په وړاندې خپل حق پر ځای کړو.   

نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS